ټرمپ په تېښته کې خبرداري ورکوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عمران خان سره د ملاقات پر مهال ويلي، د افغانستان جګړه په لسو ورځو کې، د لسو ميليونو انسانانو په وژلو او د نړۍ له نقشې د افغانستان د نوم په محوه کولو ختمولای شم خو دا کار نه کوم!
دې مطلق احمق انسان‌‌نما سړي ته دې عرض شي چې د افغانستان جګړه دې هغه نيکه او غور نيکه هم په لسو ورځو کې نه شي ختمولای ګنې دا اتلس کاله چې ټوله نړۍ هم درسره ولاړه وه او هر ډول ممکن امکانات درسره وو، بيا هم درانه او تاريخي ځاني و مالي زيانونه درواوښتل خو هيڅ هم په لاس درنغلل او تر اوسه يوه و بل ته زارۍ کوې چې د سريښو له دې ډنډه مو نور راوباسي.
دويمه خبره، ستاسې او نورو غربيانو رسمي احصائيې دا دي چې د افغانستان په جګړه کې تر اوسه شاوخوا پنځه زره امريکايي عسکر وژل شوي، غير رسمي احصائيې د دې د دوه و درې چنده تلفاتو خبره کوي، د نورو بين المللي ائتلافيانو ځاني زيان دې هم تر دې کم نه دی.
خو ستاسې د اتلسو کالو په دا ټولو وحشيانه بمباريو، شپنيو عملياتو او نورو وحشتونو کې تر اوسه د ټولو وژل شويو افغانانو شمېر له يوه لک اووښتی نو ته کوم فرعون يې چې په لسو ورځو کې د دې پنځه دېرش ميليوني نفوس لرونکي ملت له ډلې د لسو ميليونو انسانانو د وژلو ګواښ کوې؟
فکر کوې اتومي بمونه به دې راباندې استعمال کړې او موږ به درته وچې سترګې ګورو؟ دا خوب دې هملته نږدې اتلانتيک سمندر ته تېر کړه.
له ټولو اجتماعي ناخوالو سره سره، اوس هم پر دې خاوره يو داسې نسل ژوند کوي چې ستاسې په څېر بل هر خونخوار زبرځواک ته د سوک ځواب پر سوک او د اوسپنې ځواب پر اوسپنه ورکولای شي.
موږ به ډېر ځورېدلي او کمزوري شوي يو خو کله چې مو د ملت بقاء له خطر سره مخ شي، بيا مو هر ځوان بې‌مزده سرتېری دی، له خپلې خاورې، ولس او ارزښتونو په هر قيمت دفاع کولای شي او دا هنر يې له خپلو پلرونو او تاريخه ډېر ښه زده کړی.
درېيمه خبره، پر دې خاوره دا زرګونه کلونه کيږي چې انسانان ژوند کوي، د تهذيبونو او تمدنونو مهد او زانګو ده، وخت ناوخت پرې ستاسې په څېر وحشي او خونخوارو امپراتوريو، مقدوني سکندر، چنګېز، انګرېز، شوروي او ليرې او نږدې ګاونډيانو لښکرکشۍ کړي خو دا هېواد يې د نړۍ له نقشې نه دی محوه کړی او شرمندې ترې تښتېدلي نو تاسې به يې څنګه د نړۍ له نقشې محوه کړئ؟
تاسې د افغانستان د محوه کېدو تشويش مه کوئ بلکې خپل غم وخورئ او هغه ورځ ليرې نه ده چې پنځوس ايالتونه دې لکه شوروي پنځوس ځايه ټوټې شي.
ټرمپ لکه ناخبره لیوه، د افغانستان تاریخ نه ګوري او ښکار پسې منډې وهي، افغانان په ملګرتیا دوزخ ته ځي خو په زور باندې بیا جنت ته هم درسره نه ځي، افغانستان کې د امریکا اتلس کلن حضور د دوه اړخیزو اړیکو اوګټو په اساس دوام لري، که دا خبره نه وي، یوه ورځ هم امریکا په افغانستان کې نه شي تیرولی او نه به څوک دومره وخت ورکړي چې خپل بار او بستره له دې هېواد وباسي.

Share this page to Telegram

Comments