ټرمپ: په افغانستان کې به ترهګري له منځه یوسو

comments 0

3581 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د ترهگرۍ له منځه وړل او “په یو واقعیت باندې د سولې بدلول” د افغانستان لپاره د هغه د پروگرامونو څخه دي.
ښاغلي ټرمپ چې د نیویارک په ښار کې د ملگرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې یې وینا کوله یو ځل بیا تکرار کړل چې امریکا هیڅکله “د بې پایه جگړو” پلوي نده او دا چې هغه د افغانستان لپاره د “یوې روښانه راتلونکې” د موندلوهڅه کوي..
د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان امن او ثبات د امریکا د حکومت لومړیتوب دی او دوی به له خپلو متحدینو سره یوځای په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
ټرمپ پر وسله والو طالبانو نیوکه وکړه، چې دغه ډله اوس هم په افغانستان کې وحشیانه بریدونه ترسره کوي.
نوموړي د افغانستان د ثبات او امن لپاره هیله وښوده، خو له وسله والو طالبانو سره یې د خبرو بیا پیلېدو په تړاو څه ونه ویل.
جمهور رئیس ټرمپ پدې وروستیو کې د طالبانو سره د امریکا مذاکرات بند کړل او وویل چې ددې ډلې د ځپلو لپاره اړتیا ده چې د پوځي فشار نه کار واخیستل شي.
د افغانستان دولت هم اعلان کړی دی چې د انتخاباتو د ترسره کیدو او د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د طالبانو سره د خبرو هڅې دروي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments