ټرمپ: پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د سپینې ماڼۍ ځینو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ټرمپ په لارښوونه د دفاع وزیر او لوړپوړي جنرالان پاکستان ته سفر کوي چې د ولسمشر ټرمپ پيغام پاکستان ته ووايي.
د ټرمپ دا پيغام چې یو پلاوی یې پاکستان ته وړي په ښکاره ویل شوي چې اسلام اباد دې نور د ترهګرو لا ملاتړ لاس واخلي.
دا پيغام وروسته له هغې پاکستان ته وړل کیږي چې څو ورځې وړاندې ټرمپ ویلي و چې پاکستان د ترهګرو لپاره ښه بستر جوړ شوی او د پاکستان څارګره اداره ترهګر تمویلوي.
د افغان د دفاع وزارت وایي، د امریکا فشار کولای شي پاکستان اړ کړي چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ او روزنې لاس واخلي د افغانستان جګړه به ختمه شي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *