ټرمپ: ممکن کرونا دوه نیم لکه امریکایان ووژني

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: خو هغه هیله وښوده چې خبرداریو ته امریکایان پام وکړي او دا اټکل ریښتیا نه شي.
امریکا کې دا مهال یو لک پنځه اویا زره کسان په کورونا اخته دي چې د چین او اسپانیا دواړو له کورنا نیولو سره برابر دي.
تېرو ۲۴ ګړیو کې اریزونا، ټنسي، مریلنډ او ویرجینیا هم د هغو ایالتونو ډله کې را غلل چې والیانو یې له وګړو په کور پاتېدو غوښتنه وکړه.
په دې ډول اوس د امریکا له ۵۰ ایالتونو ۳۲ کې له استوګنو غوښتل شوي چې “ځای کې پنا واخلي” او دا فرمان د جګړې او د سترې وبا پر مهال سره ورته شرایطو لپاره وي.
په ورته مهال د ډېرو ایالتونو چارواکي پر ولسمشر ټرمپ له نیوکې سره د کورونا معاینو د ټېسټونو وېشلو، طبي وسایلو او خوندیتوب توکو په مدیرت کې پر سپینه ماڼۍ نیوکه کوي او اندېښمن دي.
۷۵ سلنه امریکایان یوازې د ډېرو ضروري شیانو د را نیولو لپاره له کور بهر وتلی شي.
نیویارک ایالت چې امریکا کې د کورونا مرکز بلل کېږي، د سې شنبې په ورځ پکې له دې وېروس د مړو شمېر تر ۱۵ سوو کسانو ورسېد چې امریکا کې له دې وېروس د مړو کسانو نیمايي جوړوي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments