ټرمپ مسکو ته بلل شوی دی

comments 0

1 Views

هندوکش – روسیه: د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ مسکو ته وربللی دی.
پوتین وايي دی او ولسمشر ټرمپ دواړه د یوې بلې سرمشریزې د جوړېدو غوښتونکي دي.
د روسیې ولسمشر پوتین بیا د ټرمپ د غبرګون په اړه څه و نه ویل چې ګني مسکو ته د ورتګ په اړه یې د هغه بلنه منلې او که نه؟
د روسیې ولسمشر دغه خبرې داسې مهال کړې چې د دواړو هېوادونو مشرانو څو ورځې وړاندې په فنلنډ کې سره ولیدل.
له دغې لیدنې وروسته د امریکا ولسمشر خپل روسي سیال واشنګټن ته ورباله خو وروسته امریکايي چارواکو وویل دغه لیدنه په روان کال کې نشي تر سره کېدای.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments