ټرمپ: له کریسمېس مخکې ټول ځواکونه له افغانستانه اوباسم

comments 0

13 Views

هندوکش ـ کابل: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، غواړي ټول امریکایي ځواکونه تر کرسمس پورې چې د روان میلادي کال د ډسبمر ۲۵ ده، له افغانستانه وباسي.
ټرمپ دا خبره پرون په یوه ټویټ کې وکړه او ویې‌ ویل، موږ باید پاتې ټول هغه لږ شمېر زړور سړي او ښځې چې په افغانستان کې خدمت کوي، تر کرسمس یا د مسیحیانو تر اختر پورې وباسو.
د سولې د هغه تړون له مخې چې امریکا د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره په قطر کې لاسلیک کړی، ټول امریکایي ځواکونه باید د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې یعنې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي.
د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې چې ترهګرو ته به اجازه ورنه ‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا برید وکړي.
ولسمشر ټرمپ دغه ژمنه داسې مهال کوي، چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments