ټرمپ: له افغانستانه ځواکونه وباسو او جګړه پای ته رسوو

comments 0

78 Views

هندوکش ـ کابل: د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې دا مهال په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو کار کوي او د همدې جګړې له ختمولو سره به له افغانستان څخه په بشپړ ډول امریکايي پوځيان هم وباسي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ دا څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۵ ناستې ته د وينا پرمهال کړي دي.
ټرمپ ټينګار کړی، چې امريکا په ټوله نړۍ کې د سولې غوښتونکې ده او له همدې کبله د افغانستان سولې په اړه په جديت کار کوي ترڅو ژر تر ژره له افغانستان څخه امريکايي پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.
نوموړي د افغانستان په شمول د هغو هېوادونو جګړې ته په اشارې چې امريکا په کې ښکېله ده وویل، د امريکا تېرو حکومتونو په دې اړه ناسمې او حتا ناکامې هوکړې کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بيا د استازو جرګې ته ويلي، وسلوالو طالبانو له امريکا سره په کړې هوکړه کې ژمنې کړي او زياتوي که دغه ډله يادې ژمنې عملي نه کړي، نو له افغانستان به امريکايي ځواکونه ونه وځي.
په افغانستان کې د جګړې ختمولو او له دې هېواد څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو دا څرکندونې داسې مهال کېږي، چې دا مهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو پلاوي قطر کې پر مخامخ خبرو بوخت دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments