ټرمپ: عربستان د وژل شوي عرب خبریال په اړه ناخبره دی

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: ټرمپ د مایک پمپیو تر سفر وروسته ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد د وژل شوي جمال خاشقجي د مرګ په اړه ناخبره دی خو هڅه کوي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
دده په وینا سعودي عربستان په دې قضیه کې ښکېل نه دی خو وخت ته اړتیا لري چې دا مسئله ثابته کړي. مایک پمپیو تېره ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړ، څو ددغه هېواد له چارواکو سره د جمال د وژل کېدو په اړه خبرې وکړي. جمال خاشقجي عرب خبریال و، چې په امریکا کې اوسېده.
نوموړي د سعودي پر حکومت نیوکې کولې او په همدې اړه به یې له نړیوالو رسنیو سره بحثونه کول. هغه څو اونۍ وړاندې له امریکا ترکیې ته ځي او د سعودي عربستان په یوه قونسلګرۍ کې وژل کېږي.
اوس دا تور پورې شوی، چې خاشقجي د سعودي د حکومت له لوري وژل شوی دی او وروسته یې مړۍ لادرکه شوی. سعودي تر دې دمه دغه تورونه نه دي منلي. د ترکیې حکومت څېړنې هم ښيي چې جمال به په قونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی وي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments