ټرمپ راتلونکي جمعه د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ټاکل شوی ده چې د امریکی ولسمشر دونالد ټرمپ به د ملي امنيت له سلاکارانو سره وګوري او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ به ورسره خبرې وکړې.
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا د جمعې په ورځ په ډیوېډ کمپ کې چې د امریکا د ولسمشر یو ګوښه ځای دی د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ خبرې وکړي
دا په داسی حال کې ده چې طالبانو هم روانه اوونۍ ټرمپ ته په یوه استولي سرخلاصي لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي ځکه د دغو ځواکونو د حضور دوام دغه جګړه لا اوږدوي او هم د پخلاینې مخه نیسي.
په پام کې وه چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي د جولای میاشتې په نیمایي کې اعلان شي خو دا دی د اګست د میاشتې تر نیمایي هم اوښتې او تر اوسه هغه نده نهایي شوې.
اوس مهال ۸۴۰۰ امریکایي او پنځه زره نورد ناټو د نورو متحدینو سرتیري په افغانستان کې حضور لري.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *