ټرمپ د مرکزي امریکا پر هیوادونو مرستې دروي

comments 0

246 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر وايي له مرکزي امریکا دغه هیواد ته کډوال ورځي او که د دغو هیوادونو چارواکي یې مخه و نه نیسي، مرستې به پرې بندې کړي.
ټرمپ ادعا لري چې د دې لارې امریکا متحده ایالاتو ته مجرمین ورځي چې باید مخه یې و نیول شي.
واشنګټن کې چارواکي وايي دغه کډوال د منځني ختیځ اوسیدونکي دي چې امریکا کې ورسره مجرمین هم یوځای کیږي او یا د وخت په تیریدو خپله مجرمان کیږي.
ټرمپ تر دې وړاندې پر مکسیکو هم ورته تورونه لګولي و.
هغه ادعا لري چې د دغو بندیزونو اصلي موخه یې د خپل هیواد او ولس خوندیتوب دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments