ټرمپ: د سولې خبرې ښې روانې دي

comments 0

1286 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ښې روانې دي خو د سولې په ټینګښت باور نشته.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په کلنۍ وینا کې ویلي، د امریکایانو او طالبانو د خبرو تمرکز له ترهګریزو ډلو سره پر مبارزې وو.

امریکایان اوس غواړي په یو ډول له طالبانو تضمین واخلي چې دوی ته به بیا ګواښ نه پېښوي.

ټرمپ ویلي، هیله لري چې افغانستان کې سوله ټینګه شي خو د سولې په ټینګښت یې بیا بې باوري ښودلې ده.

هغه ویلي، ستر ولسونه تل پاتې جګړې نه کوي او اړتیا ده چې افغانستان او عراق کې جګړه پای ته ورسېږي.

فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments