ټرمپ د سولې خبرو ته تمه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې ښې روانې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د افغان سولې خبرې ښې روانې دي او ژر به وویني، چې خبرې کامیابېږي که نه؟
تیره ورځ ټرمپ په ټویټر لیکلي، که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده، خو افغانان په دې نه ختمېدونکې جګړې کې د سولې غوښتنه لري.
له دې سره له یوې اوونۍ راهیسې د سولې خبرو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې دی او له بیلا بیلو افغان چارواکو، سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments