ټرمپ: د روان کال تر پای به د کرونا ویروس واکسین جوړ شي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باوري دی چې متحده ایالتونه به د روان کال تر پای د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي.
نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې زیاته کړه:
“موږ ډېر باوري یو، چې د کال تر پای یا د کال په پای کې به واکسین ولرو”
د نړۍ ساینسپوهان د کورونا واکسین په جوړولو کې سره سیالي کوي، خو ډېری کارپوهان هیله من دي چې دا واکسین به یوازې پر ۲۰۲۱ کال پراخ وېش ته تیار شي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د ولسمشر ټرمپ دا خبره کړې چې کورونا وېروس د چین له یوې لیبارټرۍ خپور شوی دی.
د ښاغلي پمپیو په خبره، کارپوهان باوري دي چې انسان دا وېروس جوړ کړی دی.
نوموړي له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې زیاته کړه:
“پام وړ شواهد ښيي چې دا وېروس د ووهان له یوې لیبارټرۍ وتلی دی”.
د چین ووهان ښار د دې وېروس د خپرېدو لومړنی ځای دی.
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ دا دعوه وکړه او د وېروس د خپرېدو له امله یې پر چین نیوکه وکړه.
د چین حکومت د امریکا دا نیوکه سیاسی بولي او له کورنا وېروس سره مقابله کې خپلې هڅې تر امریکا غوره او بریالۍ ارزوي.
امریکا کې د جان هاپکنز پوهنتون د رپوټ له مخې، نړۍ کې نږدې درې نیم میلیونه کسان په کورونا وېروس اخته شوي او تر دوه لکو ۴۲ زرو کسان ترې مړه شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments