ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کانګرس ټاکنو یوه ورځ وروسته لوی څارنوال جیف له موقف لرې کړ.
ویل کیږي چې جیف سیشنز په خپله استعفا کې لیکلي چې د ولسمشر په غوښتنه خپله دنده پریږدي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ د دفتر رئیس، سیشنز ته تلیفون کړی و او له هغه یې غوښتنه کړې وه چې استعفا ورکړي.
جیف سیشنز په لومړیو کې د ټرمپ ملاتړی و خو وروسته یې مفکوره بدله شوه.
ټرمپ تر اوسه په تیرو ټاکنو کې د درغلۍ د تورونو له امله خپل مخالفین له دندو ګوښه کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments