ټرمپ: د افغانستان په اړه خپلو سلاکارانو سره پریکړی ته رسیدلی یو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: د افغانستان په اړه له خپلو سلاکارانو سره پریکړې ته رسیدلی.
ښاغلي دونالد ټرمپ چې پرون په ډیوېډ کمپ کې له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه لرله، په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلی دی: « په ډیوېډ کمپ کې یې له جنرالانو او پوځي مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړې او د افغانستان په شمول ډېرې پریکړې شوې ده څرګنده نکړه چې دې غونډه کې د افغانستان په اړه څه پریکړه شوې».
خو تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي و دا خبرې په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ په جوړولو متمرکزې وې.
دا په داسی حال کې ده چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف د پاکستان هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدنه کې ټینګار کړی و چې د پاکستان له خاورې څخه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه شي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *