ټرمپ د استخباراتي کمېټې د مشر د نیولو امر وکړو

comments 0

175 Views

هندوکش – امریکا: ډونلډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې د مشرانو جرګې د استخباراتو د جرګې پر مشر اډم شیف د خیانت تور لګولی او د هغه د نیولو امر یې کړی دی.
ټرمپ وايي: “مرستیال شیف یوه خطرناکه خبره تړلې ده او د اوکراین له ولسمشر سره یې تیلیفوني خبرو کې ما ته منسوبه کړې او په کانګرس کې یې وکیلانو او د امریکا ولس ته اورولې ده.”
دی وايي: “دا خبره له ما سره هېڅ تړاو نه لري. هغه د لوی خیانت په تور ونیسئ.”
ټرمپ په ځینو نورو ټوېټونو کې پر ډیموکراټانو هم نیوکې کړې او هغه کس یې پړ بللی چې د ده پرضد یې پټ شکایت راپورته کړی دی.
ټرمپ دا ټوېټونه داسې مهال کړي چې د امریکا مشرانو جرګې مرستیالې نانسي پلوسي د ټرمپ د لیرې کولو لپاره د هغه په اړه رسمي څېړنه پرانیسته.‌
په څېړنه کې به د جولای د ۲۵مې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د ټرمپ ټیلېفوني خبرې څېړل کېږي.
د امریکا یوه استخباراتي چارواکو د اګسټ پر ۱۲مه د ټرمپ پرضد یو پټ لیک وړاندې کړ چې په وینا یې ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر فشار راوړی و چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د احتمالي نوماند جو بایډن د فعالیتونو او بریا مخه ونیسي.
جوبایډن د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ ممکنه سیال دی.
شیف له اوکرایني ولسمشر سره د ټرمپ پر ټیلېفوني خبرو نیوکه وکړه چې په وینا یې د امریکا ولسمشر له یوه بهرني دولت سره داسې خبرې کړې لکه “د مافیا مشر” چې وي.
پلوسي له دې مخکې د ټرمپ د استیضاح په مقابل کې ولاړه وه
که مشرانو جرګه د ټرمپ د لیرې کولو پرېکړه وکړي،‌ نو ټرمپ اړ دی چې د مشرانو جرګې – چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي پر وړاندې راڅرګند شي.
خو د ټرمپ د لیرې کولو لپاره د درېیو برخو وکیلانو موافقې ته اړتیا ده.‌
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments