ټرمپ: ايران به له بريد وروسته پر خپل ځاى کېني

comments 0

217 Views

هندوکش ــ امریکا: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، داسې ښکاري چې عراق کې د امريکايي ځواکونو پر هوايي اډو له بريد وروسته ‘اوس ايران پر خپل ځاى کېني. ‘
ولسمشر ټرمپ چې د ايران د دغه توغنديز بريد په غبرگون کې وينا کوله وويل:
“په دغه بريد کې امريکايي يا عراقي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او يوازې اډو ته تر ټولو کم تاوان رسېدلى.”
ښاغلي ټرمپ وويل، امريکا به سملاسي پر ايران اضافي مالي او اقتصادي بنديزونه ولگوي. نوموړي زياته کړه ‘دا بنديزونه به تر هغه پر ځاى وي چې ايران خپل چلند کې بدلون راولي. ‘
ښاغلي ټرمپ وويل:
“د امريکا ځواک، اقتصادي او پوځي دواړه پر دغه هېواد د بريد تر ټولو ښه مخنيونکي دي.”
ولسمشر ټرمپ د امريکا پوځ او تجهيزاتو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل خو دا په دې مانا نه ده چې دوى به يې کارولو ته اړ شي.
بل لور ته د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په عراق کې پر دوو امریکايي پوځي اډو د ایران توغندیز برید ښيي چې هېواد به د امریکا پر وړاندې مات نه شي.
ښاغلي روحاني په هغه وینا کې چې ایراني ټلویزیوني شبکو خپره کړه ویلي، ”که امریکا کوم جرم کوي، باید پوه شي، چې مناسب ځواب به یې مومي.”
پنټاګون ویلي دي چې د چارشنبې سهار بریدونو کې لږ تر لږه دوه پوځي اډې،‌ یوه په اربیل او بله په انبار سیمو کې په نښه شوې دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments