ټرمپ امریکا ۴ میاشتې مخکې ښه وظعیت کې وه

comments 0

13 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرپرون د جولای پر څلورمه د دې هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام په ترڅ کې وویل، څلور میاشتې دمخه امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد په ټولو برخو کې په ښه وضعیت کې وو.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه وېډیویې پیغام کې د سپینې ماڼۍ په رسمي ټویټر پاڼه کې وویل: “د خپل ستر هېواد ټولو وګړو ته د جولای څلورمه د خوښیو هیله کوم. دا یوه خاصه ورځ ده چې ډېر مسایل او تر ټولو ډېر ازادي لمانځو. موږ یو هېواد لرو چې واقعاً بېرته راګرځي. څلور میاشتې د مخه مو په ټولو برخو کې ریکارډ درلود. موږ د بې‌کارۍ تر ټولو ټیټه کچه، د کاري بوختیاوو تر ټولو ښه سطح، او د اسهامو تر ټولو ښه بازار مو درلود. د تاریخ په اوږدو کې تر بل هر هېواد ښه وو.”
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، دا چې د ده په وینا د چین وحشتناکې وبا امریکا په نښه کړه، خو اوس متحده ایالات د بریالیتوب په درشل کې دی.
د ورلډومېټرز سایټ د شمېرو له مخې تر پرون پورې په امریکا کې شااوخوا دوه میلیونه او ۹۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او په همدې هېواد کې له کرونا ویروس څخه څه باندې ۱۳۲ زره کسان مړه شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments