ټرمپ: امریکا کې د یو لک ۳۵ زره کسانو د مړینې تمه

comments 0

2 Views

هندوکش ــ امریکا: ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، ممکن امریکا کې له کورونا وېروس تر یو لک کسان مړه شي.
له بلې خوا سیاټل پوهنتون کې باوري موسسه خپل اټکل کې بدلون را وستلو سره وايي، چې د اګسټ تر څلورمې به د کورونا وېروس له امله په امریکا کې یو لک پنځه دېرش زره کسان مړه شي.
د امریکا سپینه ماڼۍ او ایالتونه دا موسسه د کورونا وېروس د خپرېدو د اټکل د سرچینې په ډول کاروي.
دا مرکز د خلکو ترمنځ تګ راتګ او د محدودیتونو وارمخکې لرې کول د دې مړینې مهم دلیلونه بولي.
واشنګټن ایالت کې د سیاټل ښار پوهنتون کې د ای اېچ اېم اې موسسه امریکا کې له دوو میاشتو راهیسې د کورونا وېروس د مړینې په هکله د اټکل له مخې د استناد په ډول کارېږي.
دې موسسې د دوشنبې په ورځ وویل، دا چې څو ورځو کې د امریکا ۳۱ ایالتونو کې محدودیتونه لرې کېږي او ور پسې به د خلکو ترمنځ ناسته ولاړه ډېره شي، نو دوی تمه لري چې په کورونا وېروس ډېر کسان اخته او مړینه هم ترې زیاته شي.
دا موسسه خپل ماډل کې د سمون را وستلو په هکله وایي: “دا چې تمه ده تر یوې اونۍ په ۳۱ ایالتونو کې د خلکو ترمنځ راشه درشه ډېره شي، د خلکو ترمنځ په پام کې نیولی واټن ممکن کم شي، نو خلک به د کورونا وېروس د لېږدولو رول ولوبوي”.
تر یوې اونۍ امریکا د کورونا وېروس ځینې محدودیتونه لرې کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي ممکن د کورونا له امله دغه هېواد کې تر یو لک کسان مړه شي.
د ښاغلي ټرمپ په خبره، له کورونا د ډېرې مړینې سره سره دې کاروبار، سمندرغاړې، پارکونه او ښوونځي بیا پرانیستلو ته تیار شي.
هغه له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې دا ډاډ هم وښود چې د روان کال تر پای به د کورونا واکسین جوړ شي.
امریکا کې تر اوسه له کورونا ۶۹ زره کسان مړه شوي او دغه هېواد کې تر یو میلیون او یو لک اتیا زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
نړۍ کې له کورونا تر اوسه دوه لکه پنځوس زره کسان مړه شوي او تر درې میلیون پنځو لکو اتیا زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments