ټرمپ: افغانستان کې له ترهګري سره په مبارزه کې د رومانیا عسکر مهم ونډه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ولسمشر دونالد تړمپ په یوې غونډې کې د رومانیایي عسکر فعالیتونه په افغانستان کې وستایلې.
ناټو تړون نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې رومانیا په افغانستان کې شپږنیم سوه عسکر لري چې د کندهار په هوايې دګر او په کابل کې د هغوې مرکزونه او اډې فعال دي.
د متحده ایالاتو جمهور ریس دونالد تړمپ پرون په واشنګتن کې د رومانیا له ولسمشر کلاوس لوهانیس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د رومانیا عسکر مهم ونډه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ترورېزم سره پر مبارزه او په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو ترڅنګ د رومانیايي عسکرو هڅې د ستاېنې وړ وبللې.
دا په داسې حال کې ده چې رومانیا د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته عسکر استولي دي او د افغانستان حکومت نه یې خپل ملاتړ اعلام کړې دې.
فکور نعیمي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *