ټرمپ افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر دونالد له اوو میاشتو وروسته افغانستان پر وړاندې خپله نوې تګلاره په داګه کړه.
دونالد تړمپ تیره ورځ پخپله نوې ستراتیژۍ کې د سر تېرو په ډېرولو ټینګار وکړ، خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه. نوموړي په یوه غونډه کې وویل، چې نوې تګلاره په پوره دقت جوړه شوې ده.
نوموړي وویل، امریکا به د عراق تېروتنه په افغانستان کې تکرار نه کړي.
ټرمپ همدا راز په ناټو کې له خپلو متحدینو وغوښتل چې له دوی سره د افغانستان په جګړه په لا ډېرو سرتېرو او پیسو مرسته وکړي.
ټرمپ وویل د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړ یو، خو دا ځل به ترهګر ځپو او د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې به جدي اقدام کوي.
ټرمپ پخپلو څرګندونو کې د پاکستان په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نور به ددغه هېواد په اړه حوصله و نه کړي. د نوموړي په وینا داسې نه شي کېدای، چې موږ دې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره هم پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکوو او هم دې دغه ډلې هلته فعالیت کوي.
ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، چې پاکستان دې د حقاني شبکې او طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، ځکه د امریکا حوصله نوره تنګه شوې ده.
نوموړې پر هندوستان غږ وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي. د ټرمپ په وینا هند په سیمه کې د افغانستان نږدې ملګری دی او دغه هېواد ته په کار ده، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې مرستې ډېرې کړي او ددغه هېواد په پرمختګ کې خپله ونډه واخلی.
ټرمپ وايي چې د افغان جګړې د ګټلو لپاره مبارزه کوي، سرتېري ډېروي، خو د ډېرېدونکو سرتېرو شمېره یې نه ده روښانه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر تردې وړاندې ویلي وو چې له ولسمشر کیدو وروسته به افغانستان نه ټول سرتیرې وباسي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *