ټرمپ افغانستان ته خپل سفر بریالی بللی دی//سیدعبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر چې د جمعې په ورځ ناوخته د بګرام هوایي ډګر ته راغی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يې وکتل، د دوشنبې په ورځ یې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې د افغانستان سفر یې بریالی و.
ټرمپ چې لندن ته د یوې غونډې لپاره روان و ویلي (( پوهیږئ، افغانستان مې خوښ شو، زما سفر ډير بریالی و، هغه ډیر عالي و، زما سفر ډير عالي و.))
ولسمشر ټرمپ د سفر نور جزیات نه دی ورکړي چې سفر یې څنګه عالي و خو له دې سفر سره تمې پيدا شوې چې د افغان سولې پروسه به بریالۍ شي.
لکه ټرمپ چې خبرو کې ویلي و چې که طالبان سوله وکړي هم ښه خبره ده او که سوله و نه کړي، هم مهمه نه ده.
ټرمپ خبرداری ورکړی و چې افغان حکومت یې مهم ملګری دی او د ترهګرۍ سره مبارزه کې به ورسره همکارۍ ته دوام ورکړی.
اوس چې طالبان له سولې پرته بل لار نه لري، هڅه کوي چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسیږي او جنګي طالبان قانع کړي چې نور جګړه نه شي کولی او باید سوله وشي.
طالبان سږ کال د خالد په عملیاتو کې سخت ځپل شوي دي، لوړپوړي مشران یې له لاسه ورکړي، عایداتي سیمې ترې بیرته افغان ځواکونو ونیولې، ۱۳ ولسوالۍ چې طالبان پرې واکمن و، اوس افغان ځواکونو سره دي.
دغه راز د طالبانو د ځانمرګو او نورو چاودیدونکو توکو فابریکې له منځه تللي، د نشه‌یي توکو کاروبار یې خراب شوی دی.
اوس چې امریکا پتیلې چې دا جګړه پای ته ورسوي، طالبان هم مجبور دي چې د سولې خبرو ته غاړه کیږدي، امریکا د تل لپاره نه افغانستان ته راغلې او نه به افغانستان کې پاتې شي.
له امریکا سره یواځینۍ ویره دا ده چې طالبانو سره ملګري ترهګرې ډلې به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ امنیت وګواښي، ځکه پر طالبانو باور نه شي کیدلی او د دې تضمین په لټه کې دي چې طالبان باید نورو ترهګرو ډول سره اړیکې پرې کړی.
امریکا افغان ځواکونو سره مرسته او همکاري د دې لپاره کوي د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښونه له منځه یوسي، امریکا له افغان ځواکونو سره کار کوي چې وړتیاوې یې لوړې او افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.
که طالبان دا تضمین ورکړي، نه امریکا دلته پاتې کیږي او نه هم طالبانو ته د جګړې پلمه پاتې کیږي.
جالبه دا چې طالبان د اشغال ترنامه لاندې جګړه کوي، خو تېرو څو کلونو کې یې یواځې په شما لس امریکایان نه دي وژلي، خو د ملکي وګړو یې بیخ ویستی دی او هرې چاودنه کې لسګونه ملکی وګړي قرباني کیږي.
طالبان اوس له دې ویرې چې د سولې خبرې له امریکا سره سبوتاژ نه شي، پر امریکایانو د برید مسوولیت نه منی، جنګي طالبان درګرده پر امریکا د بریدونو پلانونه جوړوی، خو سیاسي طالبان بیا ترې منکر کیږی چې دا بریدونه دوی نه کوي.
طالبان له افغانانو سره اوربند نه کوی، خو له امریکا سره یې کوي، له دې ښکاري چې د طالبانو دښمني له افغانانو سره ده او بهرني ځواکونه یې د افغانانو د وژلو لپاره یوه پلمه ګرځولې ده.

Share this page to Telegram

Comments