ټرامپ په جنکي جرمونو تورن افسران بښلی دی

comments 0

160 Views

هندوکش – امریکا: د ټرمپ له لوري د جنګي مجرمینو عفوه کولو په امریکا کې جنجال جوړ کړی دی. ټرمپ په وروستي اقدام کې یو ځل بیا د امریکا د سمندري ځواک په جنګي جنایت تورن افسر ته عفوه کړې ده.
ټرمپ ویلي چې د نوموړي له محاکمې راضي نه دی او باید ازاد کړل شي.
خو د امریکا د سمندري ځواک قومندان د ټرمپ ددغه پرېکړې مخالفت کړی دی او دیاد افسرپرمحکمه کیدوټینکارکړی دی.
ټرمپ یې په ځواب کې د یاد مهم او لوړپوړي قومندان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده او د امریکا ددفاع وزیر نوموړی له دندې ګوښه کړی دی.
دې مسئلې د امریکايي چارواکو ترمنځ ناندرۍ را ولاړې کړې دي.
ټرمپ تر دې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې په جنګي جنایت او د عامو خلکو په وژنه تورن دوه امریکايي عسکر هم عفوه کړي وو.
د ټرمپ دغه کارونه خلاف دقانون دی مجرم که دی هر ملک وی چی جرم وکړی باید محکمه شي خو داسی نه ده امریکایان که هرڅه وکړی هغوی بخل کیږی خو دی نورو هیوادو نو مجرمین د ټرمپ له خوا ډیر ژرمحکمه کیږی یا په تور لست کی شامل کیږی چی دا عادلانه نه ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments