ټایلېنډ: پر خلکو د پوځي افسر ډزو کې ۲۱ کسان وژل شوي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ ټایلېنډ: د برید بهیر کې هم دغه کس پر خواله رسنیو پیغامونه خپاره کړي او پر فېسبوک یې یوه پیغام کې پوښتنه کړې، چې ایا تسلیم شي او که نه.
تایلنډ کې پولیس وايي، د دغه هېواد په ناخونراتچاسیما نومي ښار کې یوه پوځي په ډزو ۲۱کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
روغتیا پالان وايي، پېښه کې ۳۱ کسان ټپیان شوي دي چې د ۱۰ روغتیا ښه نه ده، خو د مرګژوبلې شمېر ډېرېدو وېره څرګنده شوې.
برید د مشکوک بریدګر په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
پر ځايي رسنیو هغه تصویري کلیپونه خپاره شوي چې دغه مشکوک بریدګر پکې ښکاري چې له موټره راوځي او په موانګ بازار کې د ټرمینل ۲۱ نومي مارکیټ پر خلکو داسې حال کې ډزې کوي چې خلک یوه بل لور ته تښتي.
تر اوسه د دغه برید انګېزه معلومه نه ده، خو د برید بهیر کې هم دغه کس پر خواله رسنیو پیغامونه خپاره کړي او پر فېسبوک یې یوه پیغام کې پوښتنه کړې، چې ایا تسلیم شي او که نه.
دغه کس له دې مخکې په یوه بل پیغام کې د یوې تمانچې او مرمیو تصویر خپور کړی و او ترې لاندې یې لیکلي و:
”وخت راورسېد، چې هیجاني شم ”.
فېسبوک وروسته د دغه مشکوک بریدګر حساب پاڼه وتړله او ورسره لیکل شوي:
”موږ په تایلنډ کې د دغې غمیزې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوو. پر فېسبوک د داسې کسانو لپاره هیڅ ځای نشته چې دغه ډول ظلم کوي او نه به موږ چا ته اجازه ورکړو چې دغه برید وستايي یا یې ملاتړ وکړي. ”
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments