ټاکنې کیږي/ نه کیږي// سید عبدالله پاچا

comments 0

8 Views

د ولسمشریزه ټاکنو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی، کمپاینونه پيل شوي، یو ټاکنیز ټیم (زلمی رسول) دولت ساز سره یو ځای شوی او نهه نورو خپل کمپاینونه پيل کړي دي.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د خپل منځي جنجالونو له کبله له پاشل کیدو سره مخ شوی او پلمه یې کړې چې تر ټاکنو سوله لومړیتوب لري او دوی به په دې وخت کې د ټاکنو پرځای سوله باندې تمرکز وکړي.

اوه نور ټاکنیز ټیمونه په تمه دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاسلیک وروسته څه کیږي، ایا هوکړه کې دا شته چې ټاکنې کیږي او یا نه، یا له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې خو د ټاکنو په ځنډ مشروطې نه دي.؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې موادو کې دا نشته چې ټاکنې دې وشي او یا دې و نه شي، خو دا ښکاره ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ بحثونو نهه میاشتې ونیوې چې بالاخره په دوه موضوعاتو هوکړه وشوه، نو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بحثونه ممکن له دوه تر درې کلونو وخت ونیسي چې هوکړې ته ورسیږي.

دا ښه خبره ده چې تر ټاکنو وړاندې طالبان له امریکا او افغان حکومت سره هوکړې ته ورسیږي، سوله وشي، اوربند وشي او شفافو او سراسري ټاکنو ته زمینه برابره شي، ځکه په جګړه کې که هر څومره د شفافیت او سراسري والي شعار ورکړل شي، بیا هم نه شفافیت شته او سراسري والی چې دا خپل د ټاکنو او راتلونکي حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

خو داسې ښکاري چې ټاکنې له سولې جلا شوي، ځکه امریکا د ټاکنو تخنیکي برخې، عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې لپاره ۲۹ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او دغه راز نړیوالې ټولنې مرسته شوې ۵۹ میلیونه ډالر ټاکنو سره سره لاسلیک کړي دي.

د دې تر څنګ له ملي بودجې ۹۰ میلیونه ډالر د ټاکنو لپاره ځانګړې شوي او د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون ټول حساس او ناحساس مواد ترلاسه کړل او له اختر وروسته به یې ولایتونو ته ولیږي.

وضعیت داسې برابر شوی چې فکر کیږي، ټاکنې اوس یواځې یو نمایشي پروسه ده او ممکن د سولې خبرې لومړیتوب پیدا کړي او ټاکنې یو ځل بیا وځنډیږي، د ټاکنو ځنډ باندې د حکومت سیاسیون او منتقدین هم ټینګار کوي او تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته به د بین الافغاني خبرو په جریان کې ګډ حکومت، موقت او یا عبوري حکومت باندې اجماع راشي او یو رهبري پلاوي په مشرۍ به حکومت جوړ شي او ټاکنو ته به زمینه برابره کړي.

خو دا طرحه هم ځکه له ماتې سره مخ ده، چې افغانستان کې هر کله د واک تشه د ګډوډيو لامل شوې او وضعیت دا نه ایجابوي چې د ټاکنو په درشل کې دې د ګډ حکومت طرحه په داسې حال کې تطبیق شي چې نه طالبانو اوربند کړی او نه د طالبانو د سولې شرایط مالوم دي.

نو امریکا جمع نړیواله ټولنه او افغانان له ټاکنو پرته بله لار نه لري چې د ټاکنو له لارې حکومت رامنځ ته شي او بیا د دې حکومت د ماموریت په دوام کې ښکیلې غاړې او د ولس استازي د سولې لپاره ګډه طرحه وړاندې کړي، داسې طرحه چې نه طالبانیزم وي او نه هم بل څه، یواځې د خلکو غوښتنو په اساس د تطبیق وړ وي.

نو ویلی شو چې ټاکنې به کیږي او دا د افغانستان او نړیوالې ټولنې مجبوریت دی، ځکه سولې ته رسیدل د څو ورځو او میاشتو کار نه دی او نور دا حکومت چې دوام یې ناقانونه ګڼل کیږي، باید خپل کار پای ته ورسوي.

Share this page to Telegram

Comments