ټاکنې د سولې لپاره موقف قوي کوي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

ټاکنو ته یواځې یوه میاشت پاتې ده او په دې موده کې به نوماندان هڅه وکړي چې خپلې برنامې له خلکو سره شریکې کړي او ټاکنو کمېسیون خپل چمتووالی ونیسي.
د ټاکنو په تړاو پروپاګنډا بیخي اوج ته رسیدلې او هغه ډلې او اشخاص چې د پردیو لپاره کار کوي، هڅه یې دا ده چې د ټاکنو مخه ونیسي او یا خلک په ټاکنو کې له ګډون راوګرځوي.
د ټاکنو په تړاو ډول ډول منفي تبلیغات کیږي، خو مضر هغه یې دا دي چې ټاکنې نه کیږي، ځنډیږي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به دا پروسه وځنډوي او د یو ګډ حکومت چوکاټ به رامنځ ته کړي.
خو دا ښکاره ده چې ټاکنو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی، بودجه یې ځانګړې شوې، بهرنیو مرستندویانو خپلې پيسې ټاکنو کمېسیون ته سپارلي، کمېسیون ټول حساس او غیرې حساس مواد برابر کړي او ولایتونو انتقال ته چمتو دي.
حکومت هم د دې پروسه لویه برخه بودجه په غاړه لري او هیڅ ستونزه او مشکل نشته چې دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د امنیت په تړاو ډاډ ښودل شوی چې نږدې ۵زره مرکزونو امنیت خوندي دي او په دې مرکزونو کې ۸ ملیونه کسان کولی شي رای وکاروي.
بله مهمه موضوع دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې هیڅ د ټاکنو بحث نه دی شوی او خلیلزاد په ډاګه کړې چې دوی د افغان حکومت پورې تړلو موضوعاتو باندې بحث نه دی کړی.
خو له دې ټولو سره سره بیا هم ځینې سیاسیون، ډلې او اشخاص هڅه کوي چې د ټاکنو په تړاوناسم ذهنیت رامنځ ته کړي او په دې سره د بهرنیو استخباراتو هدفونه تعقیب کړي.
افغانان له ټاکنو پرته بله لار نه لري او باید په خپلو رایو داسې زعیم وټاکې چې د سولې خبرې پر مخ یوسي.
کله چې یو منتخب ولسمشر نه وي ، نو بیا څنګه کیدلی شي د سولې یو قوي دريځ رامنځ ته شي، طالبان هم هڅه کوي د ټاکنو پروسه ناکامه کړي او په دې سره د سولې په میز باندې وښي چې دا حکومت د ټاکنو پروسې ترسره کولو وړتیا نه لري نو بیا څنګه ورسره دوی په لار لاړ شي.
دا د نورو هېوادونو مشن هم دی چې د ټاکنو پروسه ناکامه کړي او په دې سره د طالبانو دریځ پياوړی کړي، خو افغان حکومت پتيلې چې ټاکنې به کیږي او په خپل وخت به کیږي.
خلک به د راتلونکي په تړاو پریکړه کوي چې څوک یې د باور وړ دی چې جګړه ختمه او دولتداري پياوړي کړي.
د افغانانو مسوولیت جوړیږي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د ټولو بهرنیو دسیسو مخه ونیسې چې د افغانستان اوسني نظام ړنګولو ته یې جوړې کړي دي.

Share this page to Telegram

Comments