ټاکنې: درې میلیونه کسان رای ورکړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، تیره ورځ په ټول هېواد کې درې میلیونه رایه ورکړل شوې چې ښايي نن به یې ټول رقم تر پنځه میلیونو ورسیږي.
صیاد وايي، د رایو ورکولو تر ټولو زیات مرکزونه چې شمیر یې ۷۶ ته رسیدل په بادغیس ، دویم نمبر کې غور ۵۴ او دریم کې بیا پکتیا وه چې یو پنځوس مرکزونه په کې تړلي پاتې شوي.
د صیاد په خبره تر ټولو زیاته رایه کابل کې اچول شوې او کمه بیا چې شاوخوا دوه زره رایې کارول شوي هغه ارزګان ولایت وو.
ولسي جرګې ټاکنو کې د ښځو زیات ګډون په جوزجان او بدخشان کې ثبت شوې چې نیمايي ونډه یې جوړه کړې.
زابل کې بیا د ښځو ونډه تر ټولو کمه وه، هلته یواځې نهه سلنه ښځو رایه ورکړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments