ټاکنو کې د خلکو حماسه / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

یوه میاشت یا دوه اوونۍ وړاندې د جګړې له شدت سره یو ځای ډيرو باور نه درلود چې ګنې ولسمشریزه ټاکنو به په اعلان شوې نیټه وشي، تاسو څلور ورځې وړاندې داسې راپورونه واوریدل چې د افغانستان ټاکنې وځنډیدې، خو دا ټولې اوازې بې بنسټه شوې او خلک ډلې ډلې د رای اچولو مرکزونو ته لاړل او رای یې وکاروله.
د ولسمشریزه ټاکنو لپاره ډير منفي تبلیغات وشول چې دا پروسه یا وځنډوي او یا یې بیخي له منځه یوسي، دا تبلیغات اکثره په سوله استوار و، خو افغان حکومت قوي دریځ سره نتیجه ترلاسه کړه چې ټاکنې یې وکړې.
ډیر چې د بهرنیو استخباراتو لپاره کار کوي، په غیرې مستقیم ډول یې وغوښتل چې دا پروسه سبوتاژ کړي، خلک پرې بې باوره کړي، خو و نه توانیدل او لامل یې دا و چې د دې انتخاباتو تخنیکي، لوژستیکي او امنیتي مدیریت له افغانانو سره و.
ځینو به سوله پلمه کوله چې ګنې له ټاکنو لومړیتوب لري، خو په دې یې فکر نه کو چې ټاکنې د سولې لپاره اصل دی، څنګه یو حکومت چې قانونی موده یې پای ته رسیدلې وې، له یومشروع ادرس څخه د سولې په میز باندې د افغانانو غوښتنې مطرح کړي، ښکاره خبره ده چې د سولې لپاره د یو منتخب حکومت رامنځ ته کیدل اړین و چې له طالبانو سره په میز د افغانانو نماینده ګي وکړي.
طالبانو او افغان دښمن هېوادونو د کورنیو سیاسي او قومی سوداګرو په مټ هڅه کوله چې حکومت پرته له ټاکنو د سولې میز ته کیني، دا ښکاره خبره وه چې دې حکومت له یو قوي موقف څخه خبرې نه شوې کولی، نو ځکه طالبانو غوښتل چې مقابل لوري موقف یې کم وي چې طالبان پکې زیات امتیازات ترلاسه کړي.
اوس چې ټاکنې وشوې، او خلکو یو ځل بیا حماسه وکړه، د خپلې خوښې نوماند ته یې رای ورکړه، هر ډول ګواښ یې په ځان ومنه، دا د دې لپاره چې یو قوي حاکم حکومت رامنځ ته شي چې هره برخه کې د خلکو مشروع نماینده ګي وکړي.
افغانانو طالبان او نورو دافغان دښمنه هېوادونو ته ثابته کړه چې د دوی د ارادې مخه څوک نه شي نیولی او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د جمهوریت له حقوقو یې بې برخې کړي.
دا ټاکنو د سولې لپاره وې، او اوس افغانان کولی شي رښتنې پایداره او باعزته سولې ته ورسیږي.
سوله هیڅ تر ټاکنو لومړۍ نه وه، ځکه سوله له چا سره او څه وخت کوې، تراوسه طالبان حاضر نه دی چې افغان حکومت سره خبرې وکړی، نو بیا ولې ورته ټاکنې وځنډول شي، اوس چې ټاکنې وشوې او خلکو پراخ ګډون وکړ، اوس دې طالبان حاضر شي او افغان حکومت سره دې خبرې وکړی.
طالبان اصل کې د سولې لپاره نه دي پيدا شوي، طالبان د افغانستان د ورانوولو او افغان وژنې لپاره دپاکستان ډیزاین شوې پروژه ده چې اوس پکې ایران او روسیه هم سهم لري او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.
که طالبان سوله کوي، له افغانانو سره دې وکړي، که طالبانو سوله کولی، بیا به یې د خلکو د ارادې مخه نه نیولی، که طالبانو سوله کولی نو بیا یې ولې د خلکو مخه نیوله چې رای وکاروي، خو له دې ټولو سره سره طالبان ناکام شول او افغان ځواکونه او افغانان بریالي شول.

Share this page to Telegram

Comments