ټاکنو کمېسیون: د روانې اونۍ تر پایه به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو

comments 0

233 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دې اونۍ تر پایه به د ټاکنو لومړني پایلې اعلان کړي. د دغه کمېسیون یو کمېشنر اورنګزیب وویل، د اوو ولایتونو د رایې شمېرنې لپاره یې چمتووالی نیول شوی، کله چې بشپړ شي پایلې به اعلان کړو.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله نن په بغلان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر ښه وڅاري او ددې بهیر بشپړېدو ته دې اجازه ورکړي.
ښاغلي عبدالله عبدالله پرون جمعه ناوخته کابل کې خپلو پلویانو ته اعلان وکړ، په هغو ۷ ولایتونو کې چې پلویانو یې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې ده، د دې بهیر د بشپړېدو اجازه ورکوي.
د ټاکنو کمېسیون نژدې یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو رایې د ځینو ستونزو له امله له سره شمېري.
خو د ټاکنو کمېسیون د دغه پرېکړې په غبرګون کې د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندانو اعتراضونه پيل کړل.
له همدې امله د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ځينو ولایتونو کې له ټاکلې نېټې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته پیل شو. پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب، شبرغان، سرپل او بغلان هغه اووه ولایتونه دي چې دا بهیر پکې درېدلی دی.
اخوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ۲۷ ولایتونو د شمېرل شویو رایو د بیا شمېرنې او تفتیش غوښتنه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments