ټاکنو کمېسیون حق الزحمه نه ده ورکړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکنو کمېسیون د هغه ښوونکو حقونه نه دي ورکړي چې دوه میاشتې وړاندې یې د ولسي جرګې ټاکنو په ورځو کې ورسره همکاري کړې وه.
اوس د ټاکنو کمېسیون ته د ښوونکو منتخبې شورا خبرداری ورکړی، که حق یې ورنه کړل شي په لاریونونو به لاس پورې کړي او دروازې به یې وروتړي.
د ښوونکو منتخبې شورا ويلي، د ټاکنو په ورځ د کابل ښار ښوونکو د موقت ټاکنیز کارکوونکو په صفت همکاري کړې، خو اوس یې حقوق نه ورکول کېږي.
د دغې شورا غړي احمد حسین محمدي ویلي، په سختو شرایطو کې یې ورسره همکاري کړې، خو تر اوسه یې پیسې نه دي ورکړي.
د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، د ټاکنو کمېسیون له یاد وزارت سره تفاهم کړی و چې د ټاکنو په ورځ به ښوونکي د ټاکنیز لنډمهالي کارکوونکو په حیث کار کوي او په بدل کې به یوه اندازه پیسې ورکول کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments