ټاکنو کمېسیون تر پنجشنبې د پآیلو په اعلان ډاډه نه دی

comments 0

16 Views

هندوکش – کابل: ټاکنو کمېسیون ډاډه نه دی چې تر پنجشنبې په د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي.
تېره ورځ پارلماني چارو کې د دولت وزارت اعلان وکړ چې تر راتلونکې پنجشنبې به ولسمشر ملي شورا پرانیزي، خو کمېسیون ډاډه نه دی چې پاتې ورځو کې دې د پنځه ولایتونو او کوچیانو حوزې پایلې وروستۍ شي.
له دې سره ارګ کې سرچینو ویلي چې که تر پنجشنبې پورې ځینې ولایتونه له اعلان پاتې شي، ولسمشر به ملي شورا پرانیزي.
ملي شورا تر پرانیستې ممکن کابل او میدان وردګ ولایتونو پایلې اعلان نه شي او د غزني مخکیني وکیلان به تر ټاکنو پارلمان کې وي.
اوس مهال یواځې د کندهار ولایت وروستۍ پایلې اعلان شوې او پاتې ولایتونو باندې کار روان دی چې وروستۍ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments