ټاکنو کمیسیون: ډېر ژر به لومړنې پایلې اعلان کړو

comments 0

28 Views

هندوکش ــ کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې تر بشپړېدو وروسته به د لومړنیو پایلواعلان په اړه پرېکړه وکړي او ژر به دغه پایلې اعلان کړي.
د دې په خبره، نن چارشنبه یادو ولایتونو کې د رایو د تفتیش دغه پروسه پای ته رسیږي.
نورستانۍ وایي، که د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته کوم چا د ټاکنو اړوند شکایت درلود، نو کولی شي د شکایتونو کمېسیون سره یې ثبت کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments