ټاکل شوې چې افغان حکومت، امریکا او ناټو نن ګډه اعلامیه خپره کړي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ کابل: د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن کابل ته راځي.
هغوی به په کابل کې د افغانستان له حکومته د نړیوالې ټولنې د ملاتړ څرګندولو لپاره یو ګډ بیان خپور کړي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې هغوی به نن غرمه په ارګ کې په ځانګړي پروګرام کې ګډون وکړي.
صدیقي د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
ناټو یا د امریکا دفاع وزارت لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments