ټاکل شوې د جینوا په ناسته کې نړیوال شوي ژمنې افغان حکومت سره تازه شي

comments 0

0 Views

هندوکش – جینوا: یوناما یا د ملګرو ملتونو مستندویه ادارې نه په خپره شوې خبره کې راغلي چې نړیوال په جینوا کې له افغان سولې سره خپلې ژمنې تازه کوي.
یوناما وايي نړیوال به د جینوا په کنفرانس کې د افغان سولې په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د جینوا کنفرانس د افغانستان لپاره غوره فرصت دی. دغه دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نړیوال به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خپلې ژمنې تازه کړي.
جینوا کنفرانس د افغانستان د سولې، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د افغان حکومت د حساب ورکولو لپاره جوړېږي. افغان حکومت به په دغه کنفرانس کې خپلې لاس ته راوړنې نړیوالو ته وړاندې کوي او نړیوال به له افغانستان سره نوې ژمنې کوي.
ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار له پلازمینې کابل تللي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments