ټابليټ K مو د ژوند دښمنه ده!

comments 0

1 Views

ټابليټ K يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي.
دغه نشه ئي مواد چې د يو ډول کيمياوي مواد څخه جوړ شوي چې د اوس لپاره د غربي او نورو ممالکو څخه افغانستان ته وارديږي، په ډير تاسف سره چې اوسني ځوانان په مجلسونو او محفلونو کې ورڅخه استفاده کوي.
هغه کسان چې د ټابليټ K څخه استفاده کوي، د بدن د حرارت درجه ئې فوق العاده لوړيږي؛ په همدې اساس اقليم ورته يخيږي او بدن ئې ډير ګرموالي ته اړتيا پيدا کوي چې ډيرى خلک ئې د بخارۍ په چالانولو سره ځان ګرموي، همدارنګه د تندې زيات احساس کوي.
ټابليټ k د ميتابوليزم سرعت پورته کوي، هر کله چې د ميتابوليزم سرعت په بدن کې زيات شي، د بدن اعتدال له منځه ځي او بدن ډير حرارت توليدوي، کله چې د بدن حرارت زيات شو، طبيعي خبره ده چې د بدن مايعات مصرفيږي نو اوبو او چاى ته زياته اړتيا پيدا کيږي.
ابليټ K دومره خطرناک مواد دي چې د نورو نشه ئي موادو په خلاف د انسان په ميتابوليزم کې جدي تغييرات راوړي، چې د هغې په لمړنيو اثراتو کې د قوت او نشاط احساس توليدوي، دروغجنه مينه په انسان کې پيدا کوي چې په مرور د زمان سره د معتاد کيدو لامل ګرځي او د انسان بدن د خطرناکو او صعب العلاج ناروغيو سره مخامخ کوي.
دا چې ولې؟؟؟؟؟
د ټابليټ k د يو قرص قيمت په لمړيو کې تر 50 امريکايي ډالرو پورې ٶ، او د اوس لپاره ئې د هر قرص قيمت د 200 څخه تر 1000 افغانيو پورې نزول کړى؛ د دې لپاره چې ټولو ته ارزانه او لاس رسى ورته وشي!!!
د ټابليټ K په ترکيب کې کرستال، هيروئين، کوکايين او نور خطرناک نشه ئي مواد شامل دي.
ټابليټ K ته، نه ووایاست!!!
په خپل ځان او خپلو کورنيو #رحم وکړئ!!!
هندوکش

Share this page to Telegram

Comments