يو ډول يوناني پلو

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- ورجي ( 750 ) ګرامه .
2- سره مرچك يو ګيلاس ( چاك سوي او په غوړو كي سره سوي ) .
3- پاخه شنه نخود دوه ګيلاسه .
4- د چرګ پخې ميده سوي غوښي 100 ګرامه .
5- يخني دوه ليټره .
6- غوړي ( 150 ) ګرامه.
7- ميده سوي پياز يو ګيلاس 8- زعفران يوه كاچغه.
د پخېدو ترتيب
ورجي ښه په ځېر سره مينځو، پياز په غوړو كي سره كوو. ورجي ور اچوو او تفت ور كوو. د چرګ يخني، زعفران، مالګه هم ورجو ته اچوو ايږدو يې چي پخې سي او اوبه يې وچي سي بيا يې اور ور خاموو او د يوه ساعت لپاره يې دموو. او د ورجو د كښلو په مهال دغه ټوله شيان سره ګډوو او لږ غوړي يا كوچي سره كوو او پر سر يې ور اچوو

Share this page to Telegram

Comments