يو تن څنګه ۲۵ طالب ترهګر ووژل؟( بشپړ راپور)

comments 0

55 Views

هندوکش ـ ښرنه: د پکتيکا يو اوسيدونکي او د سيمه ایزو پولیسو د قومندان ورور په يو بې ساري اقدام سره ۲۵ طالب ترهګر وژلي دي.

په پکتيکا کې ځايي مسولین وايي چې اول خان نومی غازي د پکتيکا دسروبي ولسوالۍ اوسيدونکی دی.

د خبرپاڼې له مخې:« د پکتیکا ولایت یو تن اوسیدونکی اول خان چې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان دریا خان وروردی، د یو تن محلي پولیس سره یو ځای له سروبي ولسولۍ د ګومل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ او یاد دواړه کسان نیولي او له ځانه سره بیولی دی او محلي پولیس یې په شهادت رسولی وو.»

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي:« اول خان له وسله والو مخالفینووسله اخیستې او په واسطه یې ۲۵ تنه وسله وال مخالفین وژلي یوه عراده رنجر موټر، یومیل راکټ انداز او یوه پیکا اول خان د ځانه سره له وسله والو مخالفینو سروبی ولسوالۍ ته راوړي دي.»

باید وويل شي چې دا لومړی وار دی چې د يو افغان د طالب ترهګرو پر ضد په زندان کې وسلې ته لاس کوي او لسګونو طالبان وژني.

زرغون کټوازی ـ ښرنه

 

Share this page to Telegram

Comments