ویس احمد برمک: د امنیتي ځواکونو له حوصلې باید ناوړه ګټه وا نه خیستل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزیر وایي، له دې وروسته هغه لاریونونه او اعتراضونه چې له پولیسو سره له همغږۍ پرته تر سره کېږي منع دي او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې دا ډول لاریونونه کوي.
نوموړي د علي پور قضیې ته په اشارې وویل، علي پور تورن دی او پر نوموړي د لګېدلو تورونو له سپیناوي وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.
نوموړي زیاته کړه ملي امنیتي ځواکونه به هېڅکله بې ګناه خلک زندان ته ونه لېږي. برمک چې نن یې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته خبرې کولې وویل، د علي پور د نیول کېدو غبرګون کې په شویو لاریونونو کې ۴۸ پولیس ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، هغه کسان چې دا لاریون یې په تاوتریخوالي اړولی دی، باید د خپلو ناوړه کړنو ځواب ورکړي. برمک د خپلو خبرو پر دوام وویل، امنیتي ځواکونو تل له خپلو هېوادولو سره تر حد ډېر نرمښت کړی دی، خو په خبره یې له بده مرغه چې د هغوی له حوصلې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.
برمک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ په کابل کې د علي پور د نیول کېدو غبرګون کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې پکې ۴۸ پولیس ټپیان، اته پوستې سوځول شوي او اووه میله وسلې غلا شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments