ویزې ته تللې کس تیره ورځ پاکستان قونسلګري کې ومړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرکې راغلي چې،که څه هم جلال اباد ښار کې هره ورځ سلګونه کسان د پاکستان قونسلګرۍ ته ورځي او د وېزې اخیستلو لپاره په لیکه کې ولاړ وي. خو تر یوې میاشتې هم د ویزې په اخیستلو نه بریالي کېږي.
خلک تور پورې کوي چې په دغه سیمه کې کمیشن کاران فعالیت کوي نو د هغه کسانو کار ژر خلاصېږي چې کمیشنکارانو ته پیسې ورکوي. تېره ورځ هم په دغه قونسلګرۍ کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله یو سپین ږیری وفات شوی و.
د ننګرهار د والي ویاند هم ستونزه مني خو وایي دوی د مفسیدینو او کمیشن کارانو د نیولو په لټه کې دي.
نه یوازې په جلال اباد بلکې په کابل کې هم خلک د ورځو ورځو لپاره د پاکستان د سفارت مخې ته د وېزې اخیستلو لپاره انتظار وباسي. په دغه سفارت کې هم د پراخ فساد او کمیشن کارۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments