وکیلان: حکومت باید ډیورند فرضي کرښې کې د پاکستان اغزن تار غځولو مخه ونیسي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې غړو له حکومت وغوښتل چې د ډیورند فرضي کرښې په اړږدو کې د اغزن تار غځولو مخه ونیو سي.
د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي، چی حکومت باید د اغزن تار په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي دا ځکه چې پاکستان عملاً پر ډیورند فرضي کرښې اغزن تار لګوي، خو حکومت یې پروړاندې چوپ دی.
د ولسي جرګې ځیني استازي وایي، چې پاکستان په ښکاره له ترهګرۍ ملاتړ کوي او د ټولو وسله والو مشران هلته په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري. د وکیلانو په وینا، که افغان حکومت د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې له اسلام اباد سره د ګډو عملیاتو توافق کړی وي، نه جبرانیدونکې پایلې به ولري.
د ولسي جرګې رییس پر پاکستان تور پورې کړه او وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې دوام لپاره له وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي او په کوټه او پېښور کې یې د وسله والو ډلو مشرانو ته خوندي مرکزونه جوړ کړي دي.
د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې ولسي جرګې استازو همداراز د ایران ولسمشر هغه څرګندونې وغندلې چې اوبو په تړاو یې کړې وې او له حکومته یې وغوښتل چې د افغانستان اوبه باید د نړیوالو قوانینو مطابق تنظیم او مدیریت شي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply