وکیلانو ترمنځ تاوتړیخوالې پر نور منفي اغیز کړي

comments 0

147 Views

هندوکش – کابل: په ولسي جرګه کې د وکیلانو تر منځ له تيرو څو ورځنيو جنجالونو وروسته تیر سهار د جرګې تالار د وکيلانو لپاره تړل شوی دی.
له تیرې یوې اوونۍ راهيسې د ولسي جرګې د رياست پر سر د مير رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ ناندرې روانې دي.
تازه ويل کيږي چې د ولسي جرګې دارلانشاء د رحمن رحماني په امر د جرګې تالار تړلی او وکيلانو ته د داخليدو اجازه نه ورکول کيږي.
تيره ورځ د يادې ستونزې د حل لپاره يو لس کسيز پلاوی ټاکل شوی و چې تمه ده نن که د ولسي جرګې غونډه دایره شي نو د جرګې د مشرتابه په اړه به پريکړه اعلانوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments