وچکالۍ ځپلو سره نړیوال سازمانونه مرسته کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو سیمو سره دوه نړیوال سازمانونه مرسته کوي.
دغه دوه نړیوال سازمانونو په افغانستان کې وچکالۍ ځپلو خلکو ته د مرستې په موخه تر څلور دیرش میلونو ډالرو زیاتې پیسې ځانګړي کړي دي .
تیره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري صندوق او پېښو ته د رسیدو مرکزي صندوق ویلي، دا مرسته یې د دوو میلونو او دوه سوه زره کسانو لپاره په پام کې نیولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې په یوې خبر پاڼې کې ویلي، څو نړیوالې او کورنۍ ادارې به په دې پیسو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې غذايي مواد، د څښاک اوبه، روغتیايي اسانتیاوي، بیړنۍ خیمې او د څارویو د ژغورنې مرستې برابرې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments