ولې په ټاکنو کې ګډون؟ سیدعبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د شنبې په ورځ د میزان په ۶مه نیټه به افغانان د څلورم ځل لپاره د رای اچونې مرکزونو ته ځی چې د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي او د ولسمشرۍ لپاره یې وټاکي.
که څه هم د ټاکنو په تړاو دښمن د یو او بل په خوله ناسم تبلغات کوي، چې له دې ملي پروسې خلک راوګرځوي، خو اړتیا ده چې د دښمن په مخ کلکه څپيړه ورکول شي او ټاکنو کې په شرایطو برابر ټول خلک ګډون وکړي چې نوم لیکنه یې کړې ده.
ولې تاکنو کې ګډون؟
ایا نه غواړئ چې خپل راتلونکی په خپله وټاکئ؟
ایا نه غواړئ چې په ولسواکه ټولنه کې مو خپل قوت وښایاست؟
ایا نه غواړئ چې خپله رایه د قوت په توګه استعمال کړئ او په یوه رایه یو کس تر ولسمشرۍ ورسوئ؟
ایا نه غواړئ چې خپل راتلونکی په خپله وټاکئ؟
ایا نه غواړي د ولسواکۍ اصلي اراده تمثیل کړئ؟
ایا نه غواړئ هغه چانس چې په پنځه کلونو کې په لاس درځي ګټه ترې واخلئ؟
ایا نه غواړئ چې د وطن د ترقي ، ابادۍ او سوکالۍ لپاره تاکنو کې ګډون وکړئ؟
ایا نه غواړئ چې دښمن ته وښایاست چې هیڅ ډول ګواښونه مو له ملي پروسو نه شي راګرځولی؟
ایا غواړئ چې یو ځل بیا شاته وګرځئ؟
ایا غواړئ چې ټاکنو کې په ګډون سره د سولې پروسه بریالۍ کړئ؟
ایا غواړئ چې د هغو توطیو مخه ونیسئ چې یو بیا مو شاتګ ته ګرځوي؟
ایا غواړئ چې یو ځل بیا مو خدای مه کړه برخلیک په پنجاب کې ونیول شي؟
ایا غواړئ چې یو ځل بیا د طالبانو هغې تورې دورې ته وګرځئ چې هیڅ پرمختګ او ابادي یې نه درلودله؟
ایا غواړئ چې جمهوریت بریالی کړی؟
نو د دې ټولو لپاره اړینه ده چې دوه ورځې وروسته ټاکنو کې برخه واخلئ، نور ملګري، دوستان او خپلوان تشویق کړئ او د ټاکنوپه اهمیت یې پوه کړئ.
دښمن دې هر ډول تبلیغ کوي، خو نباید د دښمن په کاذبو تبلیغاتو باندې تېر وځو، موږ به ټاکنو کې ګټه اخلي او دښمن ته به په داګه کوو چې هیڅوک زموږ د ملي ارادې د تمثیل مخه نه شي نیولی.
موږ به په ټاکنو کې ګډون سره ترهګرو ډلو ته ښایو چې افغانان هیڅکله هم ستاسو وحشت او هشت ته نه تسلمیږي.
ټاکنو کې په ګډون سره د طالبانو په مخ کلکه څپيړه ده، ځکه طالبان نه غواړي چې افغانان د یو مشروع حکومت خاوندان شي، طالبان په دې لټه کې دي چې د حکومت او ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او په دې سره بیا د سولې خبرو کې وښيي چې مقابل لوری حکومت یې مشروعیت نه لري.
نو د دې لپاره لاسونه سره یو کول پکار دي، افغان ځواکونه ستاسو امنیت ته چمتو دي او شپه او ورځ په دنده کې دي چې تاسو ته ډاډمن امنیت رامنځ ته کړي.

Share this page to Telegram

Comments