ولې په جنازه برید !؟

comments 0

0 Views

په اسلامي هېوادونو کې سخت دریځي ډلې د تاریخ په اوږدو کې د همدې لپاره راپورته شوي او د اوږد مهال لپاره تمویل شوي چې د اسلام په نوم څنګه کیدای شي اسلام ته زیان ورسوي.
په افغانستان کې له کلونو راهیسې افغانان د سخت دریځۍ دا ترخه پردۍ جګړه تجربه کوي او د دې جګړې درنه بیه د اسلام په نوم ورکوي، خو ګټې یواځې ډلې او بهرني استخبارات وړي.
دا هر څه به د دې لپاره هم نه وي چې ګنې مسلمانان له یو بل سره ووهي، اصل کې د سخت دریځو ډلو راپورته کول او بیا یې د اسلام تر نامه لاندې جنګولو لوی هدف دا دی چې څنګه مسلمانان او د نړۍ د نورو دینونو او مذهبونو پیروانو ته د اسلام نوم بد ور وښيي.
تاسو به یواځې په افغانستان کې شاهد یاست، هغه ډلې چې د اسلام تر نامه لاندې جګړه کوي او بیا د جهاد نوم ورکوي، نږدې ټول فعالیتونه یې د اسلام ضد دي او هغه ضربه چې سخت دریځو ډلو د اسلام په جامه او نوم اسلام ته رسولی، هیڅ یهود او نصارا نه ده رسولي.
د اسلام دښمنه هېوادونو کار دا دی چې یواځې پيسې مصرف کړي، امکانات برابر کړي، نور په افغانستان کې بشري قوه شته چې جګړه وکړي، ځکه دلته د کلونو جګړې د بې سوادۍ لمن پراخه کړې او بې سوادۍ سره یې جهالت دومره انتها ته رسولی چې د جګړې لیکو ته داسې کسان جذبیږي چې هر هغه کار کوي چې خپل امر یې ورته په فریب او دوکه د اسلام په نوم ښيي.
افغانستان کې ځکه د پوهنې پروړاندې تر بل هر هېواد ننګونې زیاتې دي چې سخت دریځې ډلې په دې پوهیږي چې که افغانانو زده کړې وکړې، بیا جګړه نه کوي او د جګړې لپاره د بشري قوي د جذب سرچینه ورکیږي.
راځو اصل خبرې ته چې تېره ورځ (یکشنبه) د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې په یوه هدیره کې چاودنه وشوه، اوس له ټولو سره دا پوښتنه ده چې دا چاودنه ولې، چا او د کوم هدف لپاره وکړه، ګټه به یې څه وه او څوک دي چې د جنازو د پاسه نورې جنازې غواړي.
دا اوس نږدې ټولو افغانانو ته مالومه ده چې کلونو راهیسې طالبان او اوس د داعش په نوم سخت دریځې ډلې چې اسلام یې سپر کړی او په هر هغه چا د کفر فتوا ورکوي او وژني يې چې د دوی بادار یې لارښوونه ورته وکړي.
طالبان او داعشیان چې د افغانانو لپاره اوس په یو ناسور بدل شوې، لا هم په لیرې پرتو سیمو کې توانیږي چې خپلو لیکو ته کم عمره ځوانان جذب کړي او په فریبانه تبلیغاتو د اسلام تر چتر لاندې داسې پیچکارۍ ورته ذهن کې وکړي چې هر ځای حاضر دی چې خلک ووژني او هر ځای حاضر دی چې له ځان تېر شي.
د ننګرهار د تېرې ورځې چاودنه نه لومړۍ ده او نه به وروستۍ چاودنه شوي چې په مذهبي مراسمو کې په داسې حال کې کیږي چې مسلمانان د لوی خدای لپاره د ځان د او بل د مغفرت دعا غواړي.
ځکه تر هغې چې سخت دریځي وي، تر هغې چې دا افراطي مسلمانې ډلې وي، تر هغې چې جهالت وي، له دې به بدترې پېښې وګورئ، دا پېښې د افراطیانو لپاره عادي دي او پردي اولادونه د خپلو ګټو لپاره د اسلام په نوم قرباني کوي.
جنازه کې چاودنه د افغانانو لپاره اوس نوي نه ده، تر دې وړاندې په جوماتونو کې چاودنې وشوې او په سجده پراته مسلمانان یې شهیدان کړل، تاسې به خبر یاست چې بلخ کې په شاهین قول اردو د برید پړه طالبان ومنله چې هلته یې جومات وران کړی و او په سجده پراته سرتېري یې شهیدان کړي و، تاسو خبر یاست چې یواځې په ۲۰۱۷م کال کې داعشیانو به کابل او ولایتونو کې ۱۲ جوماتونه په نخښه کړي، مسلمانان یې پکې وژلي او قرانکریمونه یې سوځولي دي
نو دا هر څه له افراطیت سرچینه اخلي او په افغانستان کې افراطیت وروستي حد ته رسیدلی، په هر هغه ځای برید کوي چرته چې زیاته ویره خپریدای شي.
د دې چاودنو لوی تاوان دا دی چې خلک به په لوی جوماتونو کې له لمانځه راوګرځوي او دغه راز د چا په جنازه کې به ګډون نه کوي، نو د دې ګټه یوازې هغوی ته رسیږي چا چې د اسلام بنسټ نړولو پسې راخیستې او د دې کار لپاره یې اسلام پالې سخت دریځي پیدا کړي چې څنګه کیدای شي په اسانۍ هدف ته ورسیږي.
لیکوال: سید عبدالله پاچا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply