ولې سولې ته تمې زیاتې دي / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې ولسمشر غني واک ترلاسه کړی، تر ننه یې د سیمې او نړۍ په کچه کنفرانسونو کې د هېوادونو مشرانو او استازو ته قناعت ورکړی چې د افغانستان د جګړې موضوع کورنۍ اړخ دومره نه لري، لکه څومره چې بهرنۍ اړخ لري.
ولسمشر محمد اشرف غني نړیوالو ته ویلي و چې افغانستان کې د ترهګرۍ فعالیت او پراختیا به ټولې نړۍ ته ګواښ پېښ کړی او اړتیا ده چې ټول هېوادونه د ترهګرو پرضد له افغان حکومت او افغانانو سره ودریږي.
همغه و چې ځینې هېوادونه اړ شول چې د افغانستان د جګړې سیمه‌ییز او بهرني اړخونه وڅېړي او لاس په کار شي چې د جګړې پر ځای د سولې په خبرو تمرکز وکړي.
د افغانستان د جګړې یو مهم اړخ اسلام اباد یادیږي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د خپلو ګټو لپاره تمویلوي او په دې یې څو ځل مشرانو اعتراف هم کړی دی، نو اړتیا وه چې په دې برخه کې پاکستان ترفشار لاندې نیول شوی وی، همغه و چې افغان ولسمشر په ځینو برخو کې د پاکستان له فشار او انحصار ځان خلاص کړ چې دې برخه کې پاکستان زیات مالي تاوان هم وکړ.
ولسمشر په نړیوال سټیج باندې ځینې اسناد او شواهد وښودل چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان تر څنګ ایران او روسیه هم ښکیله ده او اړتیا ده چې له دې هېوادونو سره خبرې وشي چې د جګړې پر ځای سوله باندې تمرکز وکړي.
اوس چې د سولې یو سټیج ته افغانان دننه شوي زیاته تمه شته چې پایله به ورکړي او افغانان به د کلونه اوږدې جګړې وروسته د سولې ارمان ته ورسیږي.
خو له طالبانو سره د سولې تر څنګ یو بل اړخ هم شته چې په تړاو یې اندیښنې زیاتې دي، هغه له طالبانو وروسته د جګړې دوام دی، که له طالبانو سره له سولې وروسته جګړه دوام پيدا کوي، دا سوله افغانان نه غواړي.
بله دا چې که طالبان فکر کوي چې دا حکومت او دا سیستم دې له منځه لاړ شي او د دوی په واک کې او خوښه دې یو بل نظام او حکومت رامنځ ته شي دا هم ورسره څوک نه مني، نو ښکاره خبره ده چې د سولې پروسې بریالیتوب به په دې کیږي چې طالبان به وسله ږدي او د دې حکومت برخه کیږي به.
اوس امریکا او افغان حکومت په دې ګډ کار کوي چې له طالبانو سره د سولې وروسته به جګړه څنګه وي، ایا د طالبانو جنګي قومندانان حاضر دي چې وسله کیږدي او که به یو بل نوم باندې فعالیت ته دوام ورکوي؟
دا مهمه خبره ده او افغانان هم اندیښمن دي چې ایا د سولې له هوکړې وروسته جګړه بس کیږي او که دوام پيدا کوي، که دوام پيدا کوي، څوک دي چې جګړه کوي او له کوم ادرس څخه ، ځکه د طالبانو اکثره جنګي قومندانان له جګړې زیات عواید لاس ته راوړي او حاضر نه دي چې دا عواید په یوه سیاسي معامله له لاسه ورکړي.
خو له دې ټولو اندیښنو سره ـ سره افغانان ځکه د سولې خبر ته بې صبره دي چې په تمه دي، نور به جګړه ختمه او ارام ژوند به وکړي.

Share this page to Telegram

Comments