ولې د شپې څلور ساعته خوب کوو

comments 0

0 Views

یو روغ صحت لرونکی کس په ټوله شپه او ورځ کې ۸ ساعته خوب ته ضرورت لري خو که څوک په ټوله شپه او ورځ کې ۴ ساعته خوب باندې ګزاره کوي او روغ صحت هم لري طب پوهانو ویلي چې دا ناروغتیا نه بلکې ارثي بدلون یې یاد کړي.

د برتانیا لومړی وزیر مارګریټ تهیچر څلور ساعته خوب لرلو کې ډیر مشهور دی، د هغه علت په اړه د کلیفورنیا پوهنتون چې سان فرانسسکو کې ده پروفیسور ینګ هوئي فو او د هغه ملګرو یوه نوی څیړنه کې موندلې چې په یوه کورنۍ چې ۱۲ تنه ول دې ټولو کسانو د ورځې څلورنیم ساعته خوب کاوه، ددې ټولو کسانو جین”ADRB1″ کې چې کوم بدلونونه راغلي وه هغه يې ولیکل.
بیا همدې طب پوهانو په موږکانو څیړنه وکړه هغوئ هغه بدلونونه چې د انسانانو به جین کې لیدلي ول هغه د موږکانو په جین کې هم ولیدل، په موږګانو کې هم د تیاره په خپریدو سره خوب ورتلو خو بیا همدغه وخت نه ۵۵ دقیقې وړاندې تیاره جوړه کړه نو موږکان ۵۵ دقیقې وړاندې خوب یوړل، له دې معلومیږي چې د موږک د سر په شا برخه کې ډورسل پونس هغه ځاې ده چې خوب کنترولوي، په عام ډول روغ موږکان په ډورسل پون برخه کې “ADRB1” لري خو کله چې موږکان ویښیږي نو دغه ارثي حالت شروع کیږي.
لنډه دا چې هغه کسان چې په شپه او ورځ کې څلور ساعته خوب لري دا ارثي خواص پکې شتون لري پوهان وايي چې دې کسانو خوب کم او او ویښ حالت یې ډیر ده باید دوئ په مثبتو کارونو کې ډیره برخه واخلي.

Share this page to Telegram

Comments