ولي کوچنيان د کرونا ویروس له گواښ سره لږ مخامخ دي؟

comments 0

1 Views

د کرونا د نوي ويروس د پراخيدو پر وخت بيا کوچنيان په ټولنه کي کمزوري نه بلل کيږي، له همدې کبله تر اوسه پوري يو ماشوم هم د وژل شوو کسانو په ډله کي شامل نه وو.

دا طبيعي ده چي کوچنيان هم په دغه ويروس اخته کيږي خو هغوي ناروغه نه وي او يا هم ډير لږ علايم له ځانه ښيي. دا چي د دې کار علت څه دی، تر اوسه لا معلومه نه ده.

ډاکټران اټکل کوي چي په ډيرو ماشومانو کي د هغوی د بدن د معافيت هغه سيستم اغيز لري چي د زيږيدو پر وخت يې لا په بدن کي موجود وي.

خوشبختانه تر اوسه هيڅ کوم ماشوم د COVID-19 له امله نه دي وژل شوی

ميندي خپلو اولادو ته د لومړنيو ناروغيو څخه د ساتلو له پاره د خپلو شيدو له لاري معافيت ورکوي. په دې ډول په بدن کي سپين کرويات د هغو ټولو ناروغيو په مقابل کي مقاومت کوي چي د پوست او يا هم مخاطي غشا څخه بدن ته د ننوتو هڅه کوي.

د معافيت دغه دوره معمولاً تر هغه وخته ادامه لري چي ماشوم خپل دبدن دفاعي سيستم جوړ کړي. د کوچنيانو په بدن کي تر لس کلنۍ پوري انتي باډي وده کوي چي وروسته بيا د نوو ناروغيو په وړاندي هم، د ژوند تر پايه د ودې په حال کي وي.

Share this page to Telegram

Comments