ولس نور ستاسو په کاذبو تبلیغاتو نه غولیږي/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

په هیواد او ولس مېنو هیوادوالو:
په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې د دولت وسلوالو مخالفو ډلو( طالب،داعش او …)چې د جګړی په ډګر کې د هیواد امنیتی ځواکونولخوا له کلکو ماتو سره مخامخ شوي او ورځ تربلې ورځ له یوې خوا خپل جګړیزتوان له لاسه ورکوي او له بلې خوا د دوي ناوړې کړنې او اهداف د ولس پر وړاندې په ډاګه کیږي.
نو له دې امله دوي په وار وار سره دا هڅه کړي تر څو د خپلو کاذبو او درواغجنو تبلیغات په تر سره کولو سره زمونږ د با دیانته ولسونو پاملرنه او ملاتړ جلب کړي، کله دوي د خلکو له مسوونیت څخه، کله هم د ټولګټو ځایونو او عامه شتمنیو د ساتني، کله هم د ښوونې او روزنې د ودې په اړه، له ولس سره د نه دښمنۍ او… په اړه اعلامیي، پیغامونه او تبلیغاتي پاڼي خپروي، تر څو په ظاهری بڼه ځانونه خلکو ته د فرښتو په څیر وښي، خو له بده مرغه چې بیا د دغو خپرو شویو پاڼو او پیغامونو پر خلاف هغه څه تر سره کوي کوم چې نه په اسلامیت او نه هم په انسانیت کې شته، چې په دې ورستیو ورځو کې یو ځل بیا د ځینو اعلامیو او پاڼو په خپرولو سره زیاته کړی ده چې دوي د ملت دښمنان ندي، دوي یوازې د بهرنیو یرغلګرو پر وړانډې جنګیږي او له دې کبله یې پر امنیتي ځواکونو غږ کړی تر څو د دوي پر وړانډې له جګړی لاس واخلي او دوي سره یو ځاي شي، حال دا چې د جګړي په ډګر کې یوزانې موخه یې زمونږ پر امنیتي ځواګونو بریدونه دي نه پر بهرنیو ځواکونو، بله دا چې مونږ له ښوونې او روزنې سره دښمني نلرو او دهغه وده غواړو، خو له بده مرغه چې دوي تل زمونږ پر ښوونځي ترهګریز بریدونه تر سره کړي، سوځولي دي، په بمونو یې الوزولي، ښوونکي او زده کوونکي یې په شهادت رسولي او اوسمهال هم زمونږ په زرګونو ښوونځي د دوي لخوا تړل شوي دي او په لسګونو نور داسې جنایات چې زمونږ د هیواد ولس پر وړاندې تر سره کړي دي. که چیري دوي رښتیا هم د ولس هوساینه غواړی نو ولې د سولې له بهیر سره نه یوځای کیږي چې له اوږدې مودې راهیسي د سولې خبري اتري روان دي او نه غواړي له خپلو افغانانو سره خبرو ته کښیني، نو دا ثابته خبره ده چې دوي د ولس هوساینه نه غواړي بلکې د خپلو بادارانو اهداف پر مخ وړي.
حال دا چې دوي نه یوازې زمونږ د مظلوم ولس له سر،مال، پت، پراختیا او ودې څخه ساتنه ونکړه بلکې هره ورځ دوي زمونږ ولس په ډول ډول بهانو په ځانګړي توګه امنیتي ځواکونه سره وژني، سرونه ورڅخه پریږوي، ښوونځي له منځه وړي ښوونکي او زده کوونکي په ناحقه وژني، د جګړي په ډګر کې د ملګي خلکو او د هغوي له سیمو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي، د خلکو باغونه، کروندې او حاصلات له منځه وړي او په لسګونو نور هغه جنایات دې چې دغو ترهګرو ډلو یې زمونږ د ولس پر وړاندې تر سره کړی او لا یې هم تر سره کوي، خو بیا په ډیره بې شرمې سره د یوې تبلیغاتي پاني په خپرول چې هیڅ ډول حقیقت هم نلري د خلکو ذهنونه خراب او یو ځل بیا د اسلام او جهاد مقدسو نومونو څخه په ګټي اخیستو سره زمونږ د مظلومو اوکړیدلو خلکو له پاکو احساساتو څخه ناوړې ګټه پورته کړي، دا ټولو ته د لمر په شان روښانه ده چې ډوي زمونږ د مظلوم او بی توانه ولس پر وړاندې له هیڅ راز جنایت او ظلم کولو څخه ډډه نده کړي.
دا څرګنده خبره ده کله چې دغه د اسلام او انسانیت دښمنان په جنګي ډګر له ماتي سره مخ شي نو بیا د عامه خلکو د ذهنتونو د خرابوالی په موخه د خپلو بهرنیو باداران او کړیو په لارښوونه کاذبو تبلیغاتو ته مخه کوي ، نو له دې امله له خپلو ټولو متدینو او باشهامته ولسونو څخه مو غوښتنه دا ده ، چې د دغو ترهګرو ډلو د کاذبو او له حقیقت څخه لرې تبلیغاتو باندې و نه غولیږي او په خپلو سیمو کې د سولې او ثبات د ټنګښت او د دغو مزدورو او جنایتکارو ډلو د لا ځپلو او له منځه وړلو په برخه کې له خپلو امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ او حمایت وکړي.

Share this page to Telegram

Comments