ولسي جرګې د سولې بهیر د بریا لپاره په اوربند ټینګار وکړ

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسی جرګه هم وایي چې د سولې بهیر د بریا لپاره اوربند یوه حتمی خبره ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د بیا پیلیدو په هکله د خبرو او بحثونو په ګرمېدو سره جوخت د افغانستان ولسي جرګه هم پر اوربند ټینګار کوي.
د دې جرګې رییس میر رحمان رحماني د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د یو شمېر وکیلانو له بحثونو روسته وویل، چې په جګړو او تاوتریخوالي کې ترډېره ملکي خلک وژل کېږي او د سولې له هوکړې د مخه باید اوربند وشي.
د افغانستان او امریکا ولسمشرانو محمد اشرف غنی او ډونالډ ټرمپ هم په بګرام کې د لیدو پرمهال ویلي چې که طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دي نو باید د اوربند وړاندیز ومني.
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم وایي، ښايي طالبان ترکومه چې له امریکا سره د سولې د هوکړې په اړه اطمینان پیدا نه کړي، اوربند به چمتو نه شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments