ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ورپیژندنې لړۍ وځندول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تاکل شوې وه چې د ولسمشر دویم مرستیال له لوري نن ولسي جرګې ته ۱۲ نوماند وزیران وپیژندل شوي خو پارلماني چارو کې د دولت وزارت دغه لړې وځندوله.
افغان حکومت ولسي جرګې ته طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزير په توګه، ويس احمد برمک د کورنيو چارو د نوماند وزير په توګه ، نرګس نهان د کانونو او پټروليم وزارت د نوماند وزير په توګه، عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو د نوماند وزير په توګه ، فيض الله ذکي د کار او ټولنيزو چارو د نوماند وزير په توګه، شهزاد ګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوماند وزير په توګه، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو، قبايلو چارو د نوماند وزير په توګه ، حميد طهماسي د ټرانسپورټ د نوماند وزير په توګه، مجيب الرحمن کريمي د کار او ټولنيزو چارو د نوماند وزير په توګه، او يما ياري د عامه ګټو د نوماند وزير په توګه ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي وو.
د ولسي جرګې د اجنډا پر بنسټ ټاکل شوې وه چې نن به ياد نوماند وزيران د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش لخوا د باور رايې اخيستلو په موخه جرګې ته ور وپېژندل شي.
عبدالقادر ځاځي د جرګې منشي په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نوماند وزيرانو معرفي په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د يوه مکتوب له مخې چې پرون مازديګر جرګې ته استول شوى، راتلونکې اوونۍ ته ځنډول شوې او وايي چې د عاشورا له مراسمو وروسته به ترسره شي.
ځاځي زياته کړه، ممکن حکومت دغه کار د دې لپاره کړى وي چې په کابينه کې بدلونونه راوړي، د اطلاعاتو او کلتور، بهرنيو چارو او پوهنې نوماند وزيران هم له يادو ١٢ نوماند وزيرانو سره يو ځاى معرفي کړي.
نوموړي وويل چې دغه کار د ولسي جرګې يوه کاري ورځ ضايع کړه او حکومت بايد ډېر ژر نوماند وزيران جرګې ته ور وپېژني
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونې راپورونو پر بنسټ اتکل کیده چې ولسي جرګې ته دولس نوماند وزیران معرفي شې چې پارلمانې چارو کې د دولت وزارت لخوا دغه پروسه وځندول شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply